د پاکستان پوځ د باجوړ قبايلي سيمو خلګو ته ويلي، چي د خپلو سيمو څخه افغاني ط..البان وباسي

د پاکستان امنیتي چارواکو د باجوړ قبایلي سیمي خلګو ته خبرداری ورکړی، چي باید له خپلو سیمو بهرني جنګیالي، چي زیاتره ئې افغان ط..البان دي وباسي.
د چارواکو په وینا، دغه جنګیالي چي خوارج بلل کېږي، د ترهګرۍ او جرمونو اصلي لامل دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت د قبایلي مشرانو پر وړاندې درې انتخابونه ایښي دي:« یا دا جنګیالي له سیمي وباسئ، یا د پوځي عملیاتو له پاره سیمه موقتي تخلیه کړئ، یا د تلفاتو د کمولو د پاره د پوځ سره همکاري وکړئ.»
چارواکي وایي، له دغو جنګیالیو یا د هغوی له ملاتړو سره به هېڅ ډول خبري نه کېږي او پر ضد به ئې عملیات تر بشپړي تسلیمۍ پورې دوام لري.
دا اعلان په داسي حال کي سوی چي د افغانستان او پاکستان پر پوله د تاوتریخوالي کچه لوړه سوې او هلته د ناامنۍ اندېښني زیاتې سوي دي.