د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی، چي د دغه هيواد د خيبر پښتونخوا ايالت په شمالي وزيرستان کي د ځانګړو عملياتو پر مهال ۷ وسله وال کسان وژل دي.
د هغوی په وينا چي د تحريک ط..البان پاکستان دغه ۷ غړي د پاکستان د پوځ سره د عملياتو په جريان کي د جګړې پر مهال وژل سوي دي.
تر اوسه د تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) ډلي د پاکستان د پوځ د دغي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي په پاکستان کي وسله والي پېښي ورځ تر بلي زياتيږي چي د پاکستان دولت ئې په کنټرول کي پاته راغلی.