د پاکستان پوځ: په دېره اسماعيل خان کي ئې ۱۳ پاکستاني ط..البان وژلي

د پاکستان پوځ وايي چي په دېره اسماعيل خان کي ئې د ځانګړو عملياتو پر مهال ۱۳ د تحريک ط..البان پاکستان ( ټي ټي پي) غړي وژلي دي.
د پاکستان پوځ ويلي چي د دغي وسله والي ډلي په اړه ئې د مخکي څخه معلومات تر لاسه کړي وو او د عملياتو پر مهال ئې وژلي دي.
د هغوی په وينا چي د دغه عملياتو پر مهال ئې يوشمېر سپکي او درني وسلې هم نيولي دي.
د يادوني وړ ده، چي تراوسه پوري ټي ټي پي د پاکستان د پوځ د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.