د پاکستان ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په اټک کي پوليسو د افغان کډوالو د معلومولو پر سره لس زره کلداري جاېزه ايښې.
د هغوی په خبره چي پوليسو په ښار کي خبرتياوي ځوړندي کړي او په کښي ويلي ئې دي؛ که هرچا د افغان کډوالو په اړه پوليسو ته معلومات ورکړل، د پاکستان پوليس به ورته لس زره کلداري په جاېزه کي ورکوي.
د اټک پوليسو دا اقدام پر داسي مهال کړی، چي په پاکستان کي د افغان کډوالو د نيولو او جبري ايستلو لړۍ چټکه سوې، د پاکستان پوليس هره ورځ سلګونه افغان کډوال نيسي او په جبري ډول ئې د خپلي خاوري څخه باسي.