د پاکستان څخه په یوه ورځ ۳۰۹کورنۍ کندهار ته راغلي

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو څخه شاوخوا ۱۸ ورځي کیږي، په دغه موده پاکستان په زرګونه هغه افغان کډوال ویستل، چي په پاکستان کي ئې د اوسېدلو قانوني اسناد نه درلودل.
د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په لړۍ کي د پنج شنبې په ورځ ۳۰۹ افغان کډوالي کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۱۶۳۲ تنه کیږي، د سپین بولدک له لاري کندهار ته راغلي دي.
د یادوني وړ ده، چي په همدغه ورځ ۷۵ تنه افغان کډوال د پاکستان د زندانو څخه خلاص سوي او افغانستان ته راغلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *