د پاکستان څخه ځايي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د پاکستان څخه ځايي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه هيواد د بلوچستان ايالت په ګوادر ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو څلور پاکستاني پوليسو ژوندي تښتولي.
د سرچينې په وينا چي نامعلومو وسله والو ياد پوليس د خپلو وسلو او موټر سره يو ځای تښتولي او نامعلوم ځای ته ئې انتقال کړي دي.
په ورته وخت کي د پاکستان پوليسو خبر ورکړی، چي په سيمه کي ئې د تښتول سوو پوليسو د موندلو په اړه پلټني پيل کړي دي.

تر اوسه د يادو پاکستاني پوليسو د تښتولو مسئوليت کومي ډلي په غاړه نه دئ اخيستی.