د پاکستان څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه هيواد د بلوچستان ايالت په واشک ولسوالۍ کي وسله والو پر دولتي تاسيساتو باندي حمله کړې ده.
د سرچينې په وينا چي بريدګرو يو شمېر دولتي ودانۍ سوځولي او څو عرادې موټران ئې هم د ځان سره بيولي دي.
سرچينه زياتوي، چي د وسله والو او د پاکستان د ځواکونو ترمنځ اوس هم نښته روانه ده.
بايد وويل سي، چي د دغو بريدونو د تلفاتو په اړه نور جزئيات تراوسه پوري نه دي ورکول سوي.