د پاکستان څخه ځايي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د پاکستان څخه ځايي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ميرحمان په نوم يو افغان ځوان دوې ورځي وړاندي په پښتونخوا کي د پاکستان پوليسو د خپل دکان څخه بيولی و چي د چهارشنبې په ورځ ئې جسد د سړک پر غاړه پيدا سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه افغان ځوان تر وهلو او شکنجه کولو وروسته وژل سوی.
تراوسه د پاکستان پوليسو د ميرحمان د وژلو په تړاو څه نه دي ويلي.

بايد وويل سي، چي مير حمان اصلي د کابل ولايت د بګرامۍ ولسوالۍ اوسېدونکی و.