د پاکستان څخه ځايي سرچينو د چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي

د پاکستان څخه ځايي سرچينو د چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د سې شنبې په ورځ د پاکستان پوليسو په اسلام اباد کي افغان خبريال حکمت نوري نيولی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه افغان خبريال د پاکستان پوليسو د اسلام اباد په فيصل ټاون کي نيولی دئ.
د پاکستان پوليسو په اسلام اباد کي د افغان خبريالانو د نيولو لړۍ ته ادامه ورکړې ده او زياتوي چي دغه افغان خبريالان ئې د ويزې د نشتوالي له امله نيولي دي.

بلخوا بيا د خبريالانو د ملاتړ ادارې د‌ پاکستان د‌ دولت څخه غوښتنه کوي، چي د افغان خبريالانو د نيولو څخه لاس واخلي او د هغوی خوندي پاته کېدو ته دي پاملرنه وکړي.
بايد وويل سي چي حکمت الله نوري مخکي په آريانا نيوز کي د خبريال په توګه دنده اجرا کول.