د پاکستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د خيبر پښتونخوا ايالت په هنګو ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو د پاکستان د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړی، چي پر مهال ئې درې پاکستاني پوليس وژل سوي دي.
د سرچينې په وينا چي وسله وال کسان د غره څخه راغلي او دغه پوليس ئې وژلي او بېرته د سيمي څخه تللي دي.
تر اوسه پوري د دغه بريد مسئوليت کومي وسله والي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستی.