د پاکستان ډان ورځپاڼي د جمعې په ورځ راپور ورکړی

د پاکستان ډان ورځپاڼي د جمعې په ورځ راپور ورکړی، چي د دغه هيواد د بلوچستان ايالت په نوکنډ ولسوالۍ کي د افغان کډوالو يو موټر ټکر سوی، چي په کښي دوه افغانان وژل سوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
په راپور کي ويل سوي، چي دغو افغان کډوالو غوښتل چي په ناقانونه توګه د‌ دغه سيمي څخه ايران ته ولاړ سي چي ياده پېښه رامنځ ته سوې ده.