د پاکستان ډان ورځپاڼي د پنج شنبې په ورځ په خپل تازه تحليل کي ليکلي

د پاکستان ډان ورځپاڼي د پنج شنبې په ورځ په خپل تازه تحليل کي ليکلي، چي د تحریک ط..البان پاکستان ( ټي ټي پي) ګواښ یوازي اسلام‌اباد یا پاکستان ته محدود نه دئ؛ بلکي دا ډله اوس نړۍوال امنیت ته جدي خطر ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کي د ډنمارک استازي هم ټي ټي پي د جنوبي او مرکزي آسیا له پاره یو مهم ګواښ بللی و.
په تحليل کي ويل سوي، چي د ط..البانو له خوا د ټي ټي پي مالي او جغرافیایي ملاتړ، او د دوی ګډي روزنیزي او لوژستیکي شبکې، دا ډله لا پیاوړې کړې ده.

همداراز، ورځپاڼه زیاتوي چي د هند او افغان ط..البانو تر منځ پراخېدونکي اړیکي د سیمي امنیت ته جدي ننګونه ده.
تحلیل ټینګار کوي چي پاکستان باید هم پوځي، هم ډیپلوماتیک اقدامات پیاوړي کړي، ځکه د ټي ټي پي بریدونه د ط..البانو له واک ته رسېدو وروسته په سرحدي سیمو کي زیات سوي دي.
په ورته وخت کي بيا افغان ط..البانو د پاکستان دغه اعاوي تل رد کړي او ويلي ئې دي، چي هېچاته اجازه نه ورکوي، چي د افغانستان خاوره د بل چا په مقابل کي وکاروي.