د پاکستان ډان ورځپاڼي په خپل تازه راپور کي ويلي دي، چي د کوچني اختر د رخصتيو د خلاصېدو سره سم د پاکستان پوليس په خيبر پښتونخوا کي د افغان کډوالو د ايستلو او شړلو لړۍ پيلوي.
د پاکستان د پوليسو په وينا چي د اختر په شپو او ورځو کي د هغه افغان کډوالو چي په پاکستان کي د اوسېدلو قانوني اسناد ئې نه درلودل نيول ئې په موقتي ډول درول سوي وو.
د هغوی په خبره چي په خيبر پښتونخوا کي به د افغان کډوالو پر ضد جدي ګامونه واخلي او ټول ناقانونه کډوال به د دغي سيمي څخه اخراج کړي.
په ورته وخت کي بيا نړۍوالو بشري سازمانونو د پاکستان څخه غوښتي چي د کډوالۍ نړۍوال اصول دي مراعت کړي او د افغان کډوالو په زور او جبر ايستلو لړۍ دي ودروي.