د پاکستان کورنیو چارو وزیر وايي، ډېر ژر د افغان کډوالو د ایستلو دوېیم پړاو پیلیږي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کي په افغانستان کي د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي مرستیال اندریکا رتواتي سره په کتنه کي ویلي چي ډیر ژر به له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو دوېیم پړاو پیل سي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اېکس په ټولنیزه شبکه کي په خپله پاڼه د دغي کتني په اړه د جزئیاتو پرمهال لیکلي چي نقوي د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ته ویلي چي پاکستان په دغه هیواد کي د اوږدو کلنو راهیسي د میلیونو افغانانو کوربتوب کړی، خو اوس خپل وطن ته د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د ستنولو بهیر پیل سوی دی.

همدا شان د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دې برخه کي د ملګرو ملتونو او نړیوالي ټولني پر نقش باندي ټینګار کړی دی.

اندریکا رتواتي ویلي، چي ملګري ملتونه په افغانستان کي د افغان کډوالو د دایمي مېشتېدو په برخه کي د حکومت سره همکاري کوي.