د پاکستان یوې محکمې د عمران خان او د هغه د مېرمني د ۱۴ کلن بند سزا ځنډولې

په پاکستان کي د استیناف یوې محکمې د فساد په یوه قضیه کي د پخواني صدر اعظم عمران خان او د هغه د مېرمني بشرا بي بي د ۱۴ کلن بند سزا ځنډولې ده.
راپورونه وایي، د محکمې له پرونۍ پریکړي سره سره به عمران خان او د هغه مېرمن په نورو قضیو کي د لاس لرلو له کبله په زندان کي پاته وي.
د عمران خان لپاره چي ۲۰۲۲ کال کي پارلمان د باور رایه ورځني واخیستل د محکمې پرونۍ پرېکړه یوه بریا بلل کیږي ځکه هغه له ۱۴ کلن بند څخه ژغورل کیږي.
عمران خان او مېرمنه یې تورن دي چي د صدارت پر مهال یې د ترلاسه کړو ډالیو په اړه حساب کتاب نه دی ورکړی او ځیني قیمتي ډالۍ یې خرڅي کړي دي.
خو دوی دا تورونه رد کړي او سیاسي یې بللي دي.