د پروان ولايت څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دوشنبې په ماخستن ناوخته نامعلومو وسله والو د دغه ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کي دوه ځوانان ويشتلي او وژلي دي.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوي ځوانان وحيد او شکور نومېدل.
د سرچينې په وينا چي د دغه کسانو د وژل کېدو علت تر اوسه پوري څرګند نه دئ.
بايد وويل سي، چي د دغي پېښي په اړه تر اوسه پوري د پروان ولايت د ط..البانو امنيتي مسئولينو څه نه دي ويلي.