د پنجشېر د ط..البانو د ولايت مقام څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د پنجشېر د ط..البانو د ولايت مقام څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت د کانونو څخه ئې ۶ زره قيراطه زمرد خرڅ کړي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي دغه زمرد ئې د ۷ ميليونه، ۳۴۱ زره او ۵۰۰ افغانيو په بدل کي خرڅ کړي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه زمرد ئې د ازادي داوطلبۍ له لاري پر کورنيو سوداګرو خرڅ کړي.