د پنجشېر ولايت د ط.. البانو د والي وياند سيف الدين لټون رسنيو ته ويلي

د پنجشېر ولايت د ط.. البانو د والي وياند سيف الدين لټون رسنيو ته ويلي، چي د دغه ولايت د کانونو څخه ئې د شنو ګارنيټ د ډبرو استخراج پيل کړی دئ.
د هغه په خبره چي د‌دغه ولايت د عنابې ولسوالۍ په شوقه سيمه کي ئې د يادو قيمتي ډبرو لس کانونه موندلي او د استخراج چاري ئې پيل کړي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي په افغانستان کي د ط..البانو د بياواکمنۍ سره سم، د دغه هيواد د کانونو استخراج چټک سوی.