د پنجشېر ولايت د ط.. البانو د ولايت مقام څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د پنجشېر ولايت د ط.. البانو د ولايت مقام څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت د کانونو څخه ئې ۲ زره او ۹۵۵ قيراطه زمرد خرڅ کړي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه زمرد ئې په ۱۶ ميليونه او ۷۶۲ زره افغانيو په بدل کي خرڅ کړي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه زمرد ئې د ازادي داوطلبۍ له لاري پر کورنیو سوداګرو خرڅ کړي دي.