د پنجشېر څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ط..البانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مامورينو د دغه ولايت په رخه ولسوالۍ کي د ښځو د خياطۍ د زده کړو مرکزونه تړلي دي.
د سرچينې په وينا چي دغه مرکزونه په ياده ولسوالۍ کي د خوړو د نړۍوال پروګرام (WFP) له خوا د ښځو د مسلکي روزني او د هغوی د کورنيو د اقتصادي حالت د ښهوالي له پاره جوړ سوي وو.
د ط..البانو د دغي پرېکړي په اړه تر اوسه پوري د خوړو نړۍوال پروګرام په رسمي ډول څه نه دي ويلي.