د پي ټي ایم مخکښ غړی ګیلامن وزیر په وسله وال برید کي ټپي سوی

د پښتون ژغورني غورځنګ پر تکړه او مخکښ غړي ګیلامن وزیر وسله برید سوی او ټپي سوی دی.
د پي ټي ایم غړي وايي، هغه اسلام اباد ته پر لار د وسله والو له لوري ویشتل سوی، خو روغتیایي حالت يې د ډاډ وړ ښوول سوی دی.
بل خوا ځيني سرچینې وایي، ګیلامن وزیر د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یوه غړي آزاد داوړ شخصي ستونزه لرل او د هغه له خوا ټپي سوی دی.
ګیلامن وزیر د پاکستان پر حکومت او په خاصه توګه پوځ له دې امله سخت انتقادونه کوي چي هغوی پر پښتنو ظلمونه کوي.
هغه څو ځله د پاکستاني استخباراتو له خوا زنداني سوی هم دی.