د پښتنو له جرګې څخه پاکستانی حکومت سخت په بېره کي دی او لسګونه کسان یې نیولي

د پښتون ژغورني غورځنګ وايي، د بنو پولیسو خیبر جرګې ته پر تلونکو کسانو چاپې وهلي او لسګونه کسان یې نیولي دي.
د خیبر په ریګي للمه کي د جرګې په کمپ کي د غورځنګ غړي وایي، د انټرنېټ او نورو شبکو د بندېدو له کبله په اسانه جرګې ته د را روانو کسانو سره اړیکه نه‌سي نیولای، خو په خبره يې، زیات شمېر کسان نیول سوي دي.
پرون د پښتون ژغورني غورځنګ پر پلویانو د پاکستاني پولیسو په برید کي درې کسان ووژل سول او تر شل پوري نور ټپیان سول.
د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د نړۍ هیڅ ځواک نه‌سي کولای چي د دوی د جرګې، چي ټاکل سوې سبا جمعه پیل سي، مخه ونیسي.
بل خوا یو شمېر قومي مخورو له خلکو غوښتي چي د جرګې سیمي ته ځانونه ورسوي او له پاکستاني ځواکونو څخه دي بېره نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *