د پښتنو په قامي جرګه کي مطرح کېدونکي موضوعات

د جرګې لومړني ځيني موضوعات داسي دي چي لومړی به په تېرو اویاوو کلونو کي پر پښتون ولس د پاکستان له لوري ترسره سوي سیستماتیک ظلمونه او جنایتونه د یو مستند روایت په توګه پر یو لوی سکرین، ګډونوالو ته وړاندي کېږي.
د دې تر څنګ به د پاکستان له لوري پر پښتنه خاوره د ترسره سویو زرګري او جعلي جګړو، لوبو او سازشونو په اړه، چي د پښتنو ژوند یې څومره متضرر کړی، هم خبري کېږي.
په تېرو اویاوو کلونو کي د هغو درواغجنو وعدو یادونه به هم کېږي چي د پاکستان بېلابیلو حکومتونو د پښتنو سره کړي، خو هېڅکله یې عملي کړي نه دي.
د جرګې غړو او ځینو نورو کسانو په بهر کي له خلکو غوښتي چي په ټوله نړۍ کي د پيغامونو له لاري نړۍ ته د پاکستان د ظلمونو په اړه د هغوی په ژبه پيغامونه خپاره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *