د پښتونخوا ملي عوامي‌ ګوند د مشر محمود خان اڅکزي د نیولو امر سوی

راپورونه وایي، د کوټي پوليسو ته ويل سوي چي د پښتونخوا ملي‌ عوامي‌ ګوند او د یوه نوي احتجاجي تحریک مشر محمود خان اڅکزی ونيول سي او محکمې ته حاضر کړل سي.
د پوليسو چارواکو په وينا، د محمود خان اڅکزي پر ضد څو مياشتي پخوانۍ يوه دوسیه ثبت ده چي وایي د هغې پر اساس پوليسو او محکمې ته د نه حاضرېدو له کبله د ښاغلي اڅکزي د نيولو امر سوی دی.
د محمود خان اڅکزي د ګوند غړي بیا دا خبره بې اساسه بولي خو وایي د دوی ګوند به د خپل مشر د ضمانت لپاره محکمې ته ځي.
د پښتونخوا ملي عوامي‌ ګوند د محمود خان پر ضد دوسیه د پاکستان د استخباراتي ادارو له لوري يوه سياسي انتقامي کړنه بولي.