د پښتونخوا په لکي مروت کي شپږ تنه پاکستاني پوځیان وژل سوي

راپورونه وایي، نن سهار د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کي د پاکستاني پوځ یو موټر د سړک غاړي ماین په چاودنه کي الوځول سوی.
د سرچینو د معلوماتو له مخي په دې چاودنه کي شپږ پوځیان وژل سوي دي او موټر هم وجاړ سوی.
بل خوا په پښتونخوا کي د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي، چي له تېرو ۵ میاشتو راهیسي ۶۵ پاکستاني پولیس په بېلابېلو بریدونو کي وژل سوي او ۸۶ نور ټپیان دي.
په پښتونخوا او ور څېرمه ځينو نورو سیمو کي اوس مهال ډېر بریدونه تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ته منسوبیږي.