د پښتونخوا په یو شمېر سیمو کي شپږ پاکستاني پوځیان وژل سوي او ۲۳ نور ټپیان دي

راپورونه وایي، د پښتونخوا په یو شمېر بېلابېلو سیمو کي شپږ تنه پاکستاني پوځیان وژل سوي ۲۳ ټپیان دي او درې نور د ټي ټي پي له خوا نیول سوي دي.
‏د سرچینو د معلوماتو له مخي، دا بریدونه په شمالي وزیرستان او لکي مروت سیمو کي سوي دي.
‏دغه راز بیا په ټانک سیمه کې درې پاکستاني پوځیان د ټي ټي پي له لوري ژوندي نیول سوي دي.
د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، چي په جنوبي وزیرستان کي د پوځ پر یوه موټر د وسله‌والو په برید کې ۱۳ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکو ویلي، چي دا برید نن سهار د جنوبي وزیرستان په خمرانګ سیمه کي هغه مهال وسو چي نامعلومو وسله‌والو د پوځ د موټرونو پر کتار برید وکړ او ورپسې په نښته کي درې سرتېري مړه او لس نور ټپیان سول.