د پښتون ژغورني غورځنګ فعالان ادعا کوي چي د دغه غورځنګ مخکښ غړی، علي وزير، په لاړکانه جېل کي له سختو ستونزو سره مخ دئ. د هغوی په وینا، علي وزير د ناروغۍ پر بستر پروت دئ، خو د جېل چارواکي ئې درملنه نه کوي.
دوی وايي چې له علي وزير سره روان چلند ظلم او زياتی دئ او د هغه روغتيايي حالت ورځ تر بلي خرابېږي.
هغوی د پاکستان د حکومته غوښتنه کړې چي سمدستي دي د علي وزير درملنه وکړي او د هغه د روغتيا ډاډ دي د هغه ملګرو ته ورکړي.
د هغوی په خبره چي د علي وزير سره دغه ډول چلند کول د نړۍوالو بشري حقونو او انساني کرامت سره په ټکر کي ده.