د پښتون ژغورني غورځنګ وايي، د قومي عدالت په نوم جرګې پر خیمو په لویه کچه برید سوی دی

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د پېښور پولیسو او څو پټ مخو ادارو کسانو پر خیبر جرګې انتظامي کېمپ په ډېره غټه کچه حمله کړې ده.
ښاغلي پښتین له خپلو ملګرو او ولسونو هیله کړې چي له جمرود سره نژدې د جرګې ځای ته ځان ور ورسوي.
د پښتون ژغورني غورځنګ وایي، د جرګې په انتظامي کېمپ برید کي په خیمو کي اور لګېدلی، هلته پراته وسایل پولیسو غلا کړي دي او یو ناروغ کس یې هم له ځان سره بېولی دی.
سیمې ته د منظور پښتین له بلني وروسته، هغه ویلي، ملاتړي او ولسونه هلته ورغلي او امنیتي ځواکونه یې پر شا کړي دي.
منظور پښتون ویلي، دوی به په هر حال جرګه کوي، که هر ډول فشار ورباندي راسي او د جرګې ناکامولو هڅه وسي دوی پښتانه به جرګه بیا هم وکړي.
بل خوا په شمالي وزیرستان کي د اتمانزیو جرګې د ناامنیو له امله د اعتراض په توګه له نن څخه په سیمه کي د ټولو دولتي ادارو د بندېدو اعلان کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *