د پکتيا د ځاځي اریوب پارک کښي يوه خېمه د يو ساعت له پاره په سل افغانۍ کرايه کېږي؛ ميله وال ئې بې انصافي بولي

د پکتيا ولايت ځاځي اریوب پارک ته تللي ميله وال شکايت کوي، چي د دغه پارک مسؤلين د ميله والو څخه د خېمې پر سر د يو ساعت له پاره سل افغانۍ کرايه غواړي، يعني د ۲۴ ساعته له پاره ۲۴۰۰ افغانۍ کرايه غواړي.
دوي وايي چي خېمې ئې هم ټولي زړې او د اوسېدو وړ نه دي.
هغوی د ياد پارک د مسؤلينو له خوا دومره زياتي پيسې اخېستل ظلم او بې انصافي بولي.
دغه میله وال وايي، چي د يو موټر پر سر ۲۰۰ افغانۍ د پارکينګ په نامه اخلي، چي د‌ا د ميله والو او غريب ولس سره ستر ظلم دئ.
دوی د ط..البانو د ادارې څخه غوښتنه کوي، چي د دغه کسانو مخه دي ونيسي، چي د ولس څخه په چل او فريب د پارک په بهانه زياتي پيسې اخلي.