د پکتيا څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د پکتيا څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په احمد اباد ولسوالۍ کي د ط..البانو سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رياست يو مامور نامعلومو وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه کس رحمت الله نومېدی او تېره ورځ وسله والو ويشتلی او وژلی دئ‌.
تر اوسه ط..البانو د ياد کس د وژني په تړاو څه نه دي ويلي.