د پکتیا ولایت څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کي د پخواني جمهوري نظام يوه سرتېري د غريبۍ له امله ځان وژنه کړې.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان اميد مبارز نومېږي، چي د ډېر وخت راهيسي بېکاره و، چي د همدې غريبۍ له امله ئې ځان وژنه کړې ده.
بايد وويل سي، چي ط..البانو تر اوسه د دغه ځوان د ځان وژني په اړه څه نه دي ويلي.