د پکتیکا ولایت په ډیله ولسوالۍ کي د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل سوې چي پنځه ورځي به دوام وکړي

د مسوولینو په وینا، د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کي د اتلانو لوبډلي خپلي سیالي مناري لوبډلي ته د ۲۹ منډو په توپیر ماته ورکړه او د یادو سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

ویل کیږي چي دغه سیالۍ ورزش په خاصه توګه کرکټ ته د ځوانانو د هڅوني په موخه پیل سوي دي.