د روان ميلادي کال د سپټمبر د مياشتي لسمه نېټه په ټوله نړۍ کي د ځان وژني د مخنيوي د نړۍوالي ورځي په نوم لمانځل کېږي. دغه ورځ په افغانستان کي پر داسي وخت هم راځي، چي په دغه هيواد کي د ځان وژني د پېښو ګراف تر بل هر وخت لوړی سوی دئ او هره هفته کي په افغانستان کي د ځان وژني د پېښي قضيې ثبتیږي.
په افغانستان کي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم د بېلابېلو لاملونو له امله د ځوانانو ترمنځ د ځان وژني د پېښو ګراف لوړ سوی دئ.
د روغتياپالانو په اند په افغانستان کي د لوږي، فقر، غريبۍ، کورني تاوتريخوالي، بېکارۍ، اقتصادي ستونزو، رواني مشکلاتو او دې ته ورته نورو علتونو له امله د ځان وژني ګراف لوړ سوی.
ولسي خلګ د ط..البانو څخه غوښتنه کوي، چي ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي؛ ترڅو د ټولني ځوانه طبقه په کار مصروفه او د ځان وژني څخه ئې مخ واوړي.
ط..البانو په خپل تازه امر کي په افغانستان کي د هغو کسانو چي ځان وژنه کوي د جنازې او فاتحې په مراسمو باندي بنديزلګولی.
بلخوا بیا ولسي خلګ د ط..البانو دغه امر د ځان وژني د مخنيو په برخه کي ګټور نه بولي؛ بلکي غوښتنه کوي، چي ځوانانو ته دي کاري زمينه برابره کړي او په افغانستان کي دي د لوږي او فقر ګراف کم کړي؛ ترڅو د ځان وژني مخنیوی وسي.
یاده ورځ په ټوله نړۍ کي هر کال له دې امله نمانځل کېږي، چي د ځان وژنې د مخنیوي په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي. د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو په حواله هر کال په ټوله نړۍ کي ۸۰۰ زره کسان ځان وژني، چي په هرو ۴۰ ثانیو کي یو کس ځان وژنه کوي.