د څراغ تلوېزيون د راپور تر نشر وروسته ط..البانو په کندهار کښي د لوړې بند د جوړولو پرېکړه کړې

څراغ تلوېزيون دوې اونۍ مخکي د ارغستان ولسوالۍ اړوند د لوړې بند راپور نشر کړی وو، چي په راپور کښي د دغي ولسوالۍ اوسېدونکو د ط..البانو د ادارې څخه د دغه بند د‌ جوړېدو غوښتنه کړې وه .
د‌ څراغ تلوېزيون د راپور تر نشر وروسته د ط..البانو تر واک لاندي د اوبو او انرژۍ وزارت د دغه بند د جوړولو او ډيزاين تړون د افغان جرمن شرکت سره لاسلیک کړی دئ.
دغه تړون د دغه وزارت د سرپرست م.لا عبداللطیف منصور او د یاد شرکت د رئیس سلطان محمد سروري ترمنځ لاسلیک سوی دئ.
د ط..البانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي د دغه تړون پر اساس به ذکر سوی شرکت د کان په بدل کښي پر دغه بند پانګونه کوي او په ۱۸ میاشتو کښي به ئې د امکان سنجۍ، تفصیلي ډيزاین او جوړولو کارونه بشپړوي.