د څلورم زون له ۳۴ کلبونو د ۱۲۷ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهني ټاکنيزي سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزني او ورزش عمومي رياست اړوند د سوک وهني ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست د سوک وهني ملي فدراسيون په جمنازيوم کي د څلورم زون له ۳۴ کلبونو د ۱۲۷ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهني ټاکنيزي سيالۍ پای ته ورسېدې.

مسوولین وایي، دغه سيالۍ د ۴۸ کيلو ګرام څخه تر ۹۰ کيلو ګرام وزني کټګوريو کي او د لويو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کي تر سره سوې.

د دغو سياليو په پايله کي ۲۶ ورزشکاران د کابل ښار څلورم زون منتخبي لوبډلي ته وټاکل سوه، چي په راتلونکي کي به د کابل ښار په کچه منتخبو سياليو کي ګډون وکړي.