د څلورو ښځو په ګډون لس کسان په کابل، خوست او لغمان ولایتونو کي په دُرو وهل سوي دي

چارواکو د څلورو ښځو په ګډون لس کسان په کابل، خوست او لغمان ولایتونو کي په عام محضر کي په دُرو وهلي دي

ستري محکمې په یوه بیان کي ویلي، چي دا کسان ځینې ۳۰ او ځینې ۳۹ دُرې، د جنسي اړیکو او غلا په تور وهل سوي دي.

په دې بیان کي وړاندي راغلي چي دغه تورن کسان له څلورو تر شپږ میاشتو د جرم په اساس په بند هم محکوم سوي دي.

له دې وړاندي د یو شمېر نړیوالو بنستونو له لوري په عام محضر کي د سزا په ورکولو نیوکي سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *