د څېړونکو يوه ډله په غزه کي د قحطۍ خبرداری ورکوي

د څېړونکو یوې خپلواکي ډلي د غزې په شمالي سیمو کي د ممکنه قحطۍ خبرداری ورکړی.
دا په داسي حال کي ده چي د حماس او اسرییلو ترمنځ د جګړې له امله د بشري مرستو په رسولو کي محدودیتونو دي نو ځکه په دې اړه د معلوماتو په راټولولو کي ستونزي سته.
بل خوا ملګري ملتونه وايي، چي د جګړه ځپلو سیمو فلسطینیان مجبوره دي چي په داسي کمپونو او نورو جنګ ځپلو سیمو کي پناه واخلي چي پکښي د سرپناه، خوراک او اوبو په ګډون د ژوندي پاته کېدو لپاره نور اړین توکي نسته.
د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر راهیسي د اسراییلو او حماس تر منځ په جګړه کي د راپورونو پر اساس د وژل سويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۶ زره اوښتی دی چي اکثره يې ښځي او کوچنیان دي.