د چاپېریال ساتني ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص، د سره صلیب نړيوال فدراسیون ادارې له رئیس نیسفور میګندي سره په کتنه کي، په افغانستان کي د ۳۲ ځنډول سویو چاپېریالي پروژو پر بیا پیل خبري کړي دي.

د چاپېریال ساتني ملي ادارې عمومي رئيس ويلي، افغانستان د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په هره برخه کي ډېر زیانمن سوی.

مولوي خالص له نړيوالو غوښتنه کړې چي چاپېریالي موضوعات دي نه سیاسي کوي او د افغانستان ۳۲ځنډول سوي چاپېریالي پروژې چي ارزښت یې څه باندي ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي؛ ژر تر ژره بیا پیل کړي.

هغه د يادې ادارې له مسوول څخه غوښتنه کړې چي له چاپېریال ساتني ملي ادارې سره د چاپېریالي، دفتري، کاري او ټرانسپورټي وسایلو د تجهیز په برخه کي همکاري وکړي.

د سره صلیب نړيوال فدراسیون رئیس هم ژمنه کړې چي د چاپېریال ساتني په برخه کي د مرستو راجلبولو په لاره کي به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *