د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس له اندریکا رتوات سره وليدل

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص نن، په افغانستان کي د ملګرو ملتو سازمان د مرستندوی دفتر له مرستیال او سرپرست مشر اندریکا رتوات سره په کتنه کي، پر بېلابیلو چاپېریالي موضوعاتو خبري کړي دي.

د چاپېریال ساتني ملي اداري د معلوماتو له مخي؛ په دې کتنه کي د چاپېریال ساتني ملي ادارې عمومي رئیس ویلي، اقلیمي بدلون او چاپېریال یوه مهمه او نړیواله موضوع ده او د اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د چاپېریال ساتني ملي اداره له نړیوالو بنسټونو، ډونرانو او مؤسسو سره ګډ کار او تعامل ته ژمن دی.

هغه زیاته کړې چي، افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه زیات اغېزمن سوی او په هیواد کي غیر موسمي بارانونه، طبیعي پېښي او سېلابونه یې له عمده لاملونو څخه ګڼل کیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د مرستندوی دفتر مرستیال هم په خپلو خبرو کي، د چاپېریالي او اقلیمي بدلون اړوند مسایلو په برخه کي، د افغانستان له خلکو سره د خپلو مرستو او همکاریو د دوام ژمنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *