د چمن د پرلت وياند صادق اڅګزی وايي، چي د چمن اوسېدونکي يو ځل بیا پرلت پيلوي.
د هغه په خبره چي دغه پرلت به د راتلوونکي جمعې په ورځ د مارچ د مياشتي پر ۲۷ نېټه پيل سي.
د اڅګزي په وينا چي د دغه پرلت موخه د چمن- سپين بولدک پر دروازه پر تذکره او شناخته کارټ د تګ راتګ پيل او د فرضي کرښي په اوږدو کي د مېشتو قومونو د حقونو ساتنه ده.