د چمن سیمهییز اوسېدونکي وايي د چمن-سپین بولدک لاره د څو میاشتو راهیسي د عامو خلګو او سوداګرۍ پر مخ تړل سوې، د هغوی په خبره چي د دغي لاري د تړل کېدو له امله زرګونه کسان بېکاره سوي دي.
د دوی په وینا، اوس مهال یوازي افغان کډوالو ته اجازه ورکول کېږي، چي له دې لاري خپل هيواد ته ستانه سي، خو نور تګ راتګ او سوداګریز فعالیتونه درېدلي دي.
د همدې ستونزي پر وړاندي، د چمن اوسېدونکو او سوداګرو د تېري میاشتي له ۲۸مي نېټي راهیسي اعتراضي پرلت پیل کړی، چي لا هم دوام لري.
د پرلت ویاند صادق اڅکزي ویلي، د لاري تړل کېدو شاوخوا ۱۰۰ زره کورنۍ بېکاره کړي او د خلګو عایداتي سرچینې ئې له منځه وړي دي.