د چمن پرلتوالو د سپین بولدک – چمن دروازې د بندولو خبرداری ورکړی

د چمن پرلتوالو د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چي که تر چارشنبې د سپین بولدک چمن د دروازې کاروباریانو او عامو مسافرو ته د افغانستان پر تذکرو او پاکستاني شناختي کارډونو د تګ راتګ اجازه ورنه کړي، نو دوی به دا لاره د صادراتو او وارداتو پرمخ بنده کړي.

د پرلتوالو مشر صادق خان وايي، چي پر دې اسنادو د پاکستان د حکومت د بندیز په نتیجه کي قاچاقبرانو ته امکان برابر سوی چي له خلکو څخه په غیرقانوني ډول پیسې واخلي.

د چمن پرلت شاوخوا څوارلس میاشتي مخکي هغه مهال پیل سو چي د پاکستان حکومت پر چمن-سپین بولدک لاره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د لرلو شرط وضع کړ.

پرلت کوونکي استدلال کوي چي دې شرط د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخامخ کړی دی.