د چمن پرلتوال: د اګسټ پر ۱۳ مه یې يو ځل بيا پرلت پيل کړی

د بلوچستان په چمن کي د پلنډیانو یا لغړیانو د ټولني او پرلت مشر اعلان کړی چي د اګست پر ۱۳مه يې يو ځل بيا پرلت پيل کړی او د اګست پر ۱۴مه به په چمن کي په تورو بيرغونو سره احتجاجي لاريون کوي.
غوث الله وایي، چي حکومت د کندهار له سپین بولدک سره بې له سفري اسنادو د خلکو تګ راتګ له ژمني پر شا سوی دی.
دا په داسي حال کي ده چي په چمن کي نهه میاشتنۍ احتجاجي ناسته د جولای پر ۲۱مه تر هغه وروسته ختمه سوه چي د پرلت غړو او مشرانو وویل، حکومتي مذاکراتي پلاوي ورسره د پخوا په څېر په شناختي کارډ او تذکرو د تګ راتګ، د نیول سویو پرلتوالو خوشي کولو او پرضد یې د مقدمو ختمولو غوښتني ومنلې.
غوث الله زياته کړه چي چارواکو تر څو ورځو پوري خلکو ته په شناختي کارډ او تذکرو د تګ راتګ اجازه ورکړه خو اوس بیا پاسپورټ او ویزه غواړي.
پرلت کوونکي وایي، چي اوسنی پرلت به هم د پخوا په څېر وي خو دا ځل به دوی لويي لاري بندوي او د ځینو حکومتي ادارو مخ ته به هم احتجاجي ناستي کوي.
دوی وایي، د پاکستان د ازادۍ ورځ ۱۴ اګست د پښتنو د ذلت ورځ ده او دوی به یې په لاریون او تورو بیرغونو ولمانځي.