د چمن یو شمېر مشرانو او علماوو په اسلام اباد کي د ا.ا له سرپرست سفیر سره ستونزي شریکي کړي

‏د چمن سیمې یو شمېر علماوو او مشرانو په اسلام اباد کي د ا.ا له سرپرست سفیر سردار احمد شکیب سره کتلي دي.
‏په اسلام اباد کي د افغانستان سفارت په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي ویلي، چي په دې لیدنه کي د چمن او فرضي کرښي دواړو غاړو خلکو د ستونزو، دوه اړخیزه سوداګرۍ، تګ راتګ او ځینو نورو موضوعاتو په اړه خبري سوي دي.
‏په خبرپاڼه کي راغلي، دغه کسانو ته سرپرست سفیر ډاډ ورکړی چي د دوی ستونزي او وړاندیزونه به د دواړو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو ته ورسوي او هڅه به وکړي چي پرتې ستونزي ژر تر ژره حل او لاره د ټرانزیټ، سوداګرۍ او خلکو پر مخ پرانیستل سي.
د چمن اوسېدونکي له شاوخوا اتو میاشتو راهیسي اعتراضونه کوي چي د سپین بولدک – چمن تر منځ پر دروازه دي دوی ته پرته له پاسپورټ څخه اجازه ورکول سي خو پاکستانی لوری یې دا غوښتنه نه مني.