د چين رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد د تبت سيمي په ناګو ښار کي د زلزلې له امله ۱۶ کسان وژل سوي او ۶۵ نور ټپيان دي.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه زلزله د ۷ درجې په شدت سره سوې او ډېره قوي وه.
په ورته وخت کي د چين پوليسو ويلي، چي په ياده سيمه کي د ژغورني ډلي هڅه کوي، چي پاته کسان وژغوري او د تلفاتو کچه را کمه کړي.