د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، له راتلونکي  کال څخه به چین ته د افغانستان پر صادراتو ګمرکي مالیه معاف کړي

په چین کي د افغانستان سفارت وايي، چې دا پرېکړه د چین لپاره د اسلامي امارت د سفیر بلال کریمي او د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخي د رئیس لیو جین سونګ د کتني پر مهال اعلان سوه.

د دې سفارت په وینا، ښاغلي سونګ ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشت کي به د افغانستان پر صادراتو ګمرکي تعرفه لغوه سي.

د چینایي چارواکي په وینا، دا معافیت به د ۴۰ نورو هیوادونو لپاره هم پلی کیږي.

په چین کي د افغانستان سفارت ویلي، په دې لیدنه کي د کریمي او د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخي رئیس ترمنځ د اسلامي امارت او بیجینګ ترمنځ د سیاسي اړیکو په پراختیا، دوه اړخیزي سوداګرۍ، اقتصادي ودي او د ګاونډیو او سیمي له هیوادونو سره د تعامل په اړه خبري سوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په دې لیدنه کي دا هم ويلي، چي هیواد یې په تدریجي ډول د واخان دهلیز د فعالولو لپاره چمتووالی نیسي، چي افغانستان او چین سره ونښلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *