د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، لین جیان، وایي چي د پاکستان له لوري د کابل په ښار کي د معتادانو پر روغتون سوې هوايي حمله د انديښنې وړ ده.
د هغه په خبره چي په ياده پېښه کي ډېر زيان ولسي وګړو ته رسېدلی دئ.
نوموړي ويلي چي د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستونزو د حل یوازینۍ اغېزمنه لار خبري او مذاکرات دي.
هغه زیاته کړه چي چین هیله لري دواړه لوري له زغم څخه کار واخلي، وضعیت ارام وساتي او ژر تر ژره مخامخ خبرو ته کښېني.
لین جیان همداراز ټینګار وکړ چي باید ژر اوربند وسي او سته اختلافات دي د خبرو د لاري حل سي.
د هغه په وینا، چین به د کړکېچ د کمولو او د اړیکو د ښه کولو له پاره خپل رغنده رول ته دوام ورکړي.