د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د سې ‌شنبې په ورځ د منځني ختیځ د سولي د پیاوړتیا له پاره څلور مادیزه وړاندیز د متحده عربي

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د سې ‌شنبې په ورځ د منځني ختیځ د سولي د پیاوړتیا له پاره څلور مادیزه وړاندیز د متحده عربي اماراتو د ولیعهد شیخ خالد بن محمد بن زاید آل نهیان ته وړاندي کړی.
د چین رسمي خبري اژانس شینهوا راپور ورکړی، چي د شي جين پينګ له لوري وړاندیز سوی پلان د سیمه‌ییزي سولي د ګډ ژوند اصل ته ژمنتیا، د هيوادونو د ملي حاکمیت ته درناوی او همدارنګه د پرمختګ او امنیت ترمنځ د همغږۍ پر اړتيا راڅرخي.
د چين ولسمشر ويلي: «قانون باید داسي وسیله نه وي چي یوازي د ګټي په وخت کي ورڅخه استفاده وسي او بیا پرېښودل سي؛ موږ باید اجازه ورنه کړو چي نړۍ بېرته د ځنګل قانون ته ستنه سي.))

هغه په سيمه کي د تاوتريخوالي پر کموالي او سولي پر ټينګښت ټينګار کړی دئ.