د چین په شمالي شانشي ولایت کي د ډبروسکرو په یوه کان کي د ګاز چاودني ۹۰ کسان وژلي دي

د چین په شمالي شانشي ولایت کي د ډبروسکرو په یوه کان کي د ګاز چاودني ۹۰ کسان وژلي دي.
راپورونه وایي، دا پېښه د جمعې په ورځ ناوخته د لیوشنیو په نوم کان کي هغه وخت سوې، چي ۲۴۷ کارګر تر ځمکي لاندي په کار بوخت وو.
د چین ولسمشر شي جین پینګ د ژغورني او مرستي د عملیاتو د چټکتیا امر کړی او ټینګار ئې کړی، چي د ټپیانو د درملني او د بند پاته کارګرانو د ژغورلو له پاره دي ټولي هڅي وسي.

په ورته وخت کي د چين لومړي وزير د يادي پېښي د علت د هر اړخیزي څېړني غوښتنه کړې ده.
ځايي چارواکي وایي، د ژغورني عملیات لا هم دوام لري او د چاودني اصلي لامل تر اوسه نه دئ روښانه سوی.