د چین په یوه غرنۍ سیمه کي د یوه سړک د نړېدو له امله ۲۴ کسان مړه سوي

راپورونه وایي، د چین په سویل ګوانګ دونګ ایالت کي په یوه غرنۍ سیمه کي د سړک د نړېدو له امله ۲۴ کسان مړه سوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
په دې پېښه کي ۱۸ موټرونه یو په بل پسي د سړک د ښویدی له امله کښته لوېدلي او ځینو موټرونو اور اخیستی.
چینایي چارواکي وایي، کېدای سي د مړو شمېر زیات سي ځکه ډېری کسان شدید ټپيان سوي.
د راپورونو له مخي دغه لار د وروستیو سختو اورښتونو له امله زیانمنه سوې وه او نن یې د یوه اړخ سړک مات او لاندې ښویدلی.
وروستیو اورښتونو او سېلابونو د چین په بېلابېلو سیمو کي درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.